ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکړ، د صهیونیسټ رژیم رسندویو ، په طوفان الاقصی ناڅاپي عملیاتو کې د ناکامۍ په دلیل د اسرائيلو دپ وځ دپوځي استخباراتي ادارې د مشر د استعفی ورکولو خبر ورکړ.
د اسرائیلو ورځپاڼو اونورو خبری رسندویو نن د صهیونیسټ رژيم دپوځ د پوځي اطلاعاتو د ادارې د مشر آهارون حالیوا د مستعفی کیدا خبر ورکړ.
یدیعوت آحارنوت ورځپاڼې د ا سرائيلي رژیم د پوځي استخباراتي برخې د مشر د استعفی دلیل، د اکتوبر په اومه ناکامي او په دمشق کې د ایران دسفارت په کنسولي برخې ددغه رژيم حمله بلل شوې ده.
د صهیونیسټ رژیم داپوزیشن مشر یائير لاپيډ هم دصهیونیسټ رژیم د لوړپوړي پوځي چارواکي د استعفی په لومړني غبرګون کې ووئیل، دغه استعفی ورکول دتوجیه وړ او ښه اقدام دی او لا ښه ده چې نتنیاهو هم د هغه په شان استعفی ورکړي.